ایکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله راپور راکړ،د فلسطین پلویانو د جرمني په کرویتسبرګ سیمې کې په کوتبوسرتور چوک کې د مظاهرې په جوړولو سره په تیر یوه کال کې په غزې تړانګې کې د اسرائيلي نیواکګر رژیم د وحشي پوځ له خوا د فلسطینیانو په نسل وژنې سخت اعتراض وکړ.
د جرمني پولیسو د اوښلن ګیسو او کوتکو څخه په استفادې سره دغه مظاهره وځبله. دا په داسې حال کې وو چې مظاهره چیانو دد نسل وژنې عاملان په وسلو مه سبنالوئ، صهیونیسټي ضده احساسات د یهودیّت خلاف نه دي او داسرائيلو د وسلو تامینول بند کړئ په څیر شعارونه ورکړل.
دجرمني پولیسومظاهره چیان د کوتبسرډم او لیناؤ واټونو په چوکونو کې ودرول او د هرمن چوک په لور ئې د هغوي د خوځښت مخه ونیوله.
په عین حال کې ، په اروپائي او افریقائی هیوادونو کې هم په تیرو دوو ورځو کې په غزې تړانګې کې د جنګ د لومړنۍ کلیزې په مناسبت د فلسطین د مظلوم ملت په ملاتړ او د وحشي صهیونیسټي رژیم په مخالفت کې مظاهرې شوي دي. پرون د انګلستان په لندن او څو نورو ښارونو کې هم په یولړ مظاهرو کې د جنایتکار وحشي صهیونیسټي رژیم جنایتونه محکوم کړي او د غزې تړانګې او لبنان له خلکو سره ئې خپل پيوستون اعلان کړ.